په پكتيا كې په سپورت بوخت ځوانان له ستونزوسره مخ دي
23.11.2008 07:37د پكتيا ولايت په سپورت بوخت ځوانان وايي چې په دغه ولايت كې دسپورت په ډګركې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي سپورت په پكتيا كې له پخوا راهسې ډېرمينه وال لري چې دامهال په مركز ګردېز او ولسواليوكې (۸۰۰۰) ځوانان په دې لوبوباندې بوخت دي په ګردېز كې دسحرسپورتي ټولنې مشر ګل كريم سحر و ايي: په پكتيا كې ددولسو شاوخوا لوبوباندې ځوانان بوخت دي خوددې يوې لوبې له پاره هم ځانګړى لوبغالى څه چې دلوبو كوچنى ځاى هم نه لري او نورهغه څه امكانات چې اړتيا ېې ليدل كيږ ي ددوى په واك كې نه شته . خو دكانفوتوا دلوبې استاد عبدلقيوم زړه ور وويل دلوبغالي دنه شتون له امله دښار په ماركېټونو او په ښونځيو كې خپلې لوبې له ستونزو سره سر ه پرمخ بيايي چې تراوسه هېڅ چا ورسره په دې اړه مرسته نه ده كړې.
په پكتيا كې په سپورت بوخت ځوانان له بل پلوه داګيله هم كوي چې په مركز كابل او يانورو ولاياتوكې دسياليو له پاره زيات نه ورغوښتل كيږي (۲۳) كلن امان الله وويل (زموږ لوبډلې كابل ته دسياليو له پاره څومره چې دنورو ولاياتوڅخه لوبډلې بلل كيږي دومره زموږ لوبډلې نه وربلل كيږي ).
ده په خپلو خبرو كې دا هم وويل په هغو سياليو كې چې دوى ګډون کړى لومړى مقام ېې ګټلى خودپكتيا دالمپيك امر استاد محمد امين عالم يار وويل دوى په پكتيا كې دځوانانو دسپورت يادې شوې ستونزې مني او ددې ستونزو دحل له پاره ېې هلې ځلې كړې او دسپورت مسولينو ته ېې خپلې ستونزې په وار وار وړاندې كړې دي )نوموړي زياته كړه دوى په دې توانېدلي چې په پكتيا كې دزون په كچه ديوه لوى لوبغالي دجوړېدو چارې ډېرژر پيل كړي چې په يوه وار به (۳۵۰۰۰) تنه پكې دلوبوننداره وكړي .
خوكه چېرې دولت په پكتيا كې دياد شوي لوبغالي په شان ورته امكانات نور هم برابر كړي نوددې ولايت ځوانان به په ملي او نړيوالو سياليوكې ښه رول ولوبوي چې ښه بېلګه ېې دكرېكټ دملي لوبډلي پنځه تنه غړي چې دياد ولايت اوسيدونكي دي .